<
 
 
 
 
×
>
You are viewing an archived web page, collected at the request of United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization (UNESCO) using Archive-It. This page was captured on 04:44:25 Mar 26, 2021, and is part of the UNESCO collection. The information on this web page may be out of date. See All versions of this archived page.
Loading media information hide
Press release

جهان نه تنها به رهبران زن نیاز دارد - بلکه به رهبران فمینیست نیز نیاز دارد

08/03/2021

پاریس و ریکجاویک، ۵ مارچ ۲۰۲۱( آی پی ایس( – روز جهانی زن به دستاوردهای زنان در سراسر جهان ادای احترام می کند و آنچه را که هنوز برای برابری کامل جنسیتی باید انجام شود یادآوری می کند. در سال ۲۰۲۱ ، ما روش های مختلفی را ارزیابی می کنیم که در آن کویید-۱۹ به طور نامتناسبی بر زنان و دختران در سراسر جهان تأثیر گذاشته است.

همه گیری چشم انداز جدیدی ایجاد کرده است. اگرچه زنان نقشی کلیدی در واکنش به بحران داشته اند، اما نابرابری های جنسیتی در مجموع گسترش یافته است. در تعلیم و تربیه، 767 میلیون زن و دختر از بسته شدن مکاتب متأثر شده اند. یازده میلیون ممکن است دیگر هرگز به صنف خود بر نگردند، و به 132 میلیون نفر که قبل از شروع بحران از مکتب خارج بوده اند، پیوستند. از منظر اقتصادی، رکود اقتصادی 47 میلیون زن و دختر دیگر را به فقر سوق داده و استقالل اقتصادی آنها را از بین برده و در معرض تبعیض و خشونت های جنسیتی قرار داده است.

وقتی به این منظره نگاه می کنیم، باید از خود بپرسیم: اگر هدف ما برابری جنسیتی باشد، جهان به چه نوع رهبری برای پیشرفت نیاز دارد؟

فقط شمردن تعداد زنانی که در باالترین جایگاه قدرت هستند کافی نیست. هیچ یک از افراد در راس هرم نمی توانند صدمات وارده به پیشرفتی را که در برابری جنسیتی ایجاد شده است، اصالح کنند، از زمانیکه جهان اعالمیه بیجینگ را 25 سال قبل در مورد حقوق زنان تصویب کرد.

آنچه که ما نیاز داریم، رهبران برای برابری جنسیتی است – و ما در همه جای ساختارهای اجتماعی خود به آنها نیاز داریم. رهبران در هر سنی، تمام هویت های جنسیتی و از هر زمینه ای. این رهبران فقط عوامل تغییر نیستند، بلکه طراحان تغییر هستند. آنها از طریق مثال و تعامل رهبری می کنند. آنها بی عدالتی ها و فرصت های نابرابر را برمال می کنند. آنها می دانند که نابرابری های جنسیتی از تبعیض و محرومیت ناشی می شود و تنها با رفع این موانع است که می تواند تغییر واقعی رخ دهد. این رهبری فمینیستی است.

رهبران فیمنیست ساختارهای قدرت را کنترل می کنند. آنها انواع مختلف محرومیت و به حاشیه راندن را نامگذاری و تجزیه می کنند. آنها با افراد آسیب پذیر و بی صدا همدلی می کنند و اهداف آنها را پشتیبانی می کنند. آنها درهای جدیدی را باز می کنند و خطرات را قبول می کنند، با شجاعت برای بی عدالتی پنهان صدای خود را بلند میکنند، و موانع ساختاری را که باعث ادامه نابرابری ها می شود از بین می برند. آنها در اطراف ما هستند. چه فعال مدافع جامعه بومی باشد، چه دختر مکتب که نسل خود را برای نجات آب و هوا بسیج می کند و چه شاعری که برای تقویت عدالت اجتماعی صدای خود را بلند می کند.

رهبران فیمنیست شهامت ایجاد، گزارشدهی، آموزش، آزمایش را دارند. به آزاتا سورو ، بازیگر ، کارگردان و تهیه کننده سینما فکر کنید که سکوت خود را در مورد آزار جنسی و خشونت در صنعت فیلم آفریقا شکست. به ماریا رسا فکر کنید، که به دلیل خبرنگاری تحقیقاتی شجاعانه خود خطر به زندان افتادن را قبول کرد. به یاند باندا، مدافع خستگی ناپذیر تعلیم و تربیه دختران در زامبیا و فراتر از آن فکر کنید. به کاتالین کاریکو فکر کنید، کسی که بسیاری از چالش های زنان در بخش ساینس را پشت سر گذاشت و در تولید واکسن ویروس کرونا (BioNTech-Pfizer) نقش مهمی داشت. همانطور که داستانهایی از اینگونه شناخته می شوند، اعتقادات صمیمی مردم در مورد آنچه که قابل دستیابی است و توسط چه کسی را به چالش می کشند. این زنان، با تمام تنوع، رهبران فیمنیست هستند.

با این حال، رهبری فیمنیستی فقط حق زنان نیست. برابری جنسیتی فقط مبارزه زنان نیست، بلکه مبارزه برای عدالت اجتماعی است. مردان نیز باید در ساختن جامعه عادالنهتر نقش داشته باشند. بسیاری از آنها در حال نشان دادن راه هستند. متخصص نسایی و والدی کنگو، داکتر دنیس موکوگ، برنده جایزه صلح نوبل به دلیل حمایت از منع تجاوز جنسی به عنوان "استراتژی جنگ" شد. و بسیاری دیگر مانند او، در سراسر جهان وجود دارد.

در این روز جهانی زن، ما متعهد هستیم که نسل های آینده رهبران فیمنیست را از طریق تعلیم و تربیه ایجاد کنیم. ما از زنانی حمایت می کنیم که جرات ایجاد و انجام کارهایی را دارند که برای جلوگیری از سانسور و حمالت آنها ضروری است. ما از جامعه جهانی می خواهیم تا از مصونیت زنان خبرنگار که با گزارش خود نابرابری های جنسیتی را برطرف می کنند، اطمینان دهند. ما همچنین در کنار مردانی ایستاده ایم که جرات مراقبت و رد مردانگی ها و رفتارهای سمی را دارند و فضایی را برای زنان فراهم می کنند تا بتوانند در تصمیم گیری تأثیر بگذارند یا در کشف و نوآوری علمی شرکت کنند.

بگذارید ما از این رهبران فیمنیست، از همه اقشار جامعه حمایت کنیم. اجازه دهید اقدامی انجام دهیم تا زنان بتوانند رهبری خود را تأیید کرده و الگوهای قدرتمندی برای نسل های بعدی باشند. از آنجا که برابری جنسیتی نه تنها در خدمت پیشبرد اهداف زنان است - جامعه عادالنه تری به نفع همه ما است.

اودغی ازولی، رئیس عمومی یونسکو کترین یاکوبسداتر، نخست وزیر آیسلند. دولت ائتالفی وی رویکرد پیشگامانه آیسلند در رسیدگی به نابرابری سیستمیک جنسیتی را ادامه می دهد.

نړۍ نه یوازې مشرانو مېرمنو ته اړتیا لري بلکې فمینیست رهبرانو ته هم اړتیا لري

پاریس او ریکجاویک، مارچ ۵ ۲۰۲۱( آی پي ایس) – د ښځو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې د ښځو السته راوړنې ستایي او موږ ته رایادوي چې د بشپړ جنسیتي برابري لپاره باید نور ډېر څه ترسره شي. په ۲۰۲۱ کال کې، موږ د ټولو هغو الرو یو جاج اخلو چې په کې کوویډ-۱۹ په غیرمتناسبه توګه په ګرده نړۍ کې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې دي.

دې وبا یو نوی منظر ایجاد کړ. که څه هم د ناورین پر وړاندې غبرګون کې ښځو ډېر مهم نقش لوبولی دی، خو جنسیتي نابرابري په عموم کې زیاته شوې ده. د ښوونې او روزنې په برخه کې، د ښوونځیو د بندیدلو له امله ۷۶۷ ملیونه ښځې او نجونې اغېزمنې شوې دي. یوولس ملیونه یې ښایي هیڅ کله بېرته ټولګیو ته را ونه ګرځي، او له هغو ۱۳۲ ملیونو سره یوځای شي چې د ناورین له رامنځ ته کیدلو وړاندې له ښوونځي بهر وې. له اقتصادي نظره، دې رکود ۴۷ ملیونه نورې ښځې او نجونې بېوزلۍ ته ورټېل وهلې، چې د دوی اقتصادي خپلواکي یې له منځه یوړه او دوی یې د جنسیت پر بنسټ تبعیض او تاوتریخوالي پر وړاندې نورې هم زیانمنونکې کړې.

کله چې موږ دې منظر ته کتنه کوو، باید له خپلو ځانونو وپوښتو: که چېرته جنسیتي برابري زموږ هدف وي، نو نړۍ د پر مخ تللو لپاره کوم ډول رهبرۍ ته اړتیا لري؟

کافي نه ده چې د واک په لوړو بستونو کې یواځې د ښځو شمېر حساب کړل شي. د هرم په سر کې هیڅ واحد شخص نه شي کولی هغه زیان جبران کړي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې ترسره شوي پرمختګ ته اوښتی دی، له هغه وخته راپه دېخوا چې ۲۵ کاله پخوا نړۍ د ښځو د حقونو په اړه د بېجینګ اعلامیه تصویب کړه.

موږ چې څه ته اړتیا لرو هغه د جنسیتي برابرۍ لپاره رهبرانې دي – او موږ په ټولو ټولنیزو جوړښتونو کې دوی ته اړتیا لرو. د هر عمر لرونکې رهبرانې، د ټولو جنسیتي هویتونو لرونکې او د هر ډول مخینې لرونکې. دا رهبرانې یواځې د بدلون استازې نه دي، بلکې د بدلون طراحانې دي. دوی د مثال او ښکېلتیا له الرې رهبري کوی. دوی بې عدالتۍ او غیرعادالنه فرصتونه بربنډوي. دوی پوهېږي چې جنسیتي نابرابرۍ له تبعیض او محرومیت څخه راپورته کېږي او یواځې د همدې خنډونو په لرې کولو سره حقیقي بدلون راتللی شي. دا رهبري فیمینسته رهبري ده.

فیمینیست رهبرانې د واک جوړښتونه ننګوني. دوی د محرومیت او څنګ ته کولو ټولې بڼې په ګوته کوي او ړنګوي. دوی له زیانمنونکو او بې غږه خلکو سره همدردي ښیي، او د دوی لپاره غږ پورته کوي. دوی نوې دروازې پرانیزي او خطرونه پر ځان مني، په زړوره توګه د پټې بې عدالتۍ پر وړاندې چیغه پورته کوي، او له ټولو هغو جوړښتي خنډونو څخه پرده پورته کوي چې د نابرابرۍ سبب ګرځیدلې دي. دوی له موږ سره دي. که هغه فعاله وي چې د یوې بومي ټولنې دفاع کوي، که د ښوونځي هغه زده کوونکې وي چې خپل نسل هڅوي چې اقلیم وژغوري، او که هغه شاعره وي چې خپل غږ د ټولنیز عدالت د لوړاوي لپاره پورته کوي.

فیمینیستې رهبرانې د ایجادولو، راپور ورکولو، زده کړو، او تجربه کولو جرئت لري. د فلمونو اداکارې، ډایریکټرې او پروډیوسرې، ازاتا سورو، په اړه فکر وکړئ چې د افریقا په فلمي صنعت کې یې د جنسیتي ځورونې او تاوتریخوالي په اړه چوپتیا ماته کړه. د ماریا ریسا په اړه فکر وکړئ، چې د خپل زړور پلټونکي ژورنالیزم لپاره یې د زندان خطر پر ځان منلی و. د یندي بندا په اړه فکر وکړئ، چې په زامبیا او نورو ځایونو کې یې د نجونو د زده کړو لپاره نه ستړې کیدونکې حق غوښتنه کړې ده. د کتالین کاریکو په اړه فکر وکړئ، چې پر ټولو هغو ننګونو باندې برالسې شوه چې ښځې ورسره د ساینس په برخه کې مخ دي او د فایزر-بایواین ټیک کرونا وایروس واکسین په چمتو کولو کې یې مهم نقش درلود. څومره چې دا ډول کیسې رابرسېره کېږي، هومره د خلکو دروني باورونه ننګوي چې څه د السرسي وړ دي او د چا له خوا. دا ښځې، په خپلې ټولې تنوع سره، فیمینیستې رهبرانې دي.

په هر حال، فیمینیسته رهبري یواځې د ښځو حق نه دی. جنسیتي برابري یواځې د ښځو مبارزه نه ده، بلکې د ټولنیز عدالت لپاره مبارزه ده. سړي هم باید د یوې عادالنه ټولنې په رغونه کې ښکېل اوسي. ډېر یې په دې الره کې مخکښ هم دي. د ښځینه ناروغیو کانګولي ډاکټر ډینیس موکویګي، د "جګړې د ستراتیژۍ" په توګه د زنابالجبر د کارولو د درولو لپاره د عدالت غوښتنې له امله د نوبل د سولې جایزه وګټله. او په ټوله نړۍ کې، د هغه په څېر ډېر نور خلک موجود دي.

د ښځو د دې نړیوالې ورځ په مناسبت، موږ د ښوونې او روزنې له الرې د فیمینستو رهبرانو د راتلونکو نسلونو چمتو کولو ته ژمن یو. موږ د هغو ښځو مالتړ کوو چې د ایجاد جرئت لري او هغه څه ترسره کوي چې د دې لپاره اړین وي چې دوی له سانسورشیپ او بریدونو څخه خوندي کړي. موږ پر نړیواله ټولنه غږ کوو چې د هغو ښځینه ژورنالیستانو خوندیتوب تضمین کړي چې د خپلو راپورونو له الرې جنسیتي نابرابري په ډاګه کوي. همدا ډول موږ له هغو سړیو سره اوږه په اوږه والړ یو چې د زهرجن تذکیر او چلند د مراقبت او ردولو جرئت لري او د ښځو لپاره فضا ایجادوي چې پر پرېکړو کولو اغېز ولري یا په ساینسي کشفونو او نوښت کې برخه واخلي

راځئ د ژوند په ټولو برخو کې له دې فیمینیستو رهبرانو څخه مالتړ وکړو. راځئ عمل وکړو چې ښځې خپله رهبري تائید کړلی شي او د راتلونکو نسلونو لپاره پیاوړې نمونې وګرځي. ځکه چې جنسیتي برابري یواځې د ښځو د پرمختګ دنده نه ترسره کوي – بلکې یوه عادالنه ټولنه زموږ د ټولو په ګټه ده.

اودغي ازولی، د یونیسکو عمومي رئیسه کاترین یاکوبسداتر، د آیسلینډ لومړۍ وزیره. د نوموړې ائیالفي حکومت د سیستمي جنسیتي نابرابرۍ ځوابولو لپاره د ایسلینډ مخکښې تګالرې ته ادامه ورکوي