<
 
 
 
 
×
>
You are viewing an archived web page, collected at the request of United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization (UNESCO) using Archive-It. This page was captured on 12:53:55 Sep 25, 2021, and is part of the UNESCO collection. The information on this web page may be out of date. See All versions of this archived page.
Loading media information hide
Press release

یونېسکو د ښوونې او روزنې په برخه کې د هغه څه په تړاو خبرداری ورکوي چې له ګواښ سره مخ دي!

15/09/2021
04 - Quality Education

د یونېسکو د هغه راپور پر بنسټ چې نن خپور، افغانستان له ۲۰۰۱ کال راهیسې د ښوونې او روزنې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې لرلي، خو د هیواد د پرمختګ لپاره دا لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي او د راپورته کیدونکي بشري ناورین په موده کې باید د ټولو زده کوونکو، په ځانګړې توګه د نجونو، لپاره د زده کړو حقونه تامین کړل شي. 
"څه چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې تر ګواښ لاندې دي، د تعلیمي لاسته راوړنو د خوندیتوب په ځانګړې توګه د مېرمنو او  نجونو لپاره، مطلقه اړتیا ده". ادري ازولی، د یونېسکو عمومي رئیسه
د دې راپور له مخې د ثبت شوو زده کوونکو ټولیز شمېر له ۱ میلیون څخه ۱۰ میلیونه زده کوونکو ته پورته شوی دی؛ د ښوونکو شمېر کې ۵۸٪ زیاتوالی راغلی او د ښځینه وو د سواد کچه له ۱۷٪ څخه ۳۰٪ ته چې نژدې دوه چنده کېږي، لوړه شوې ده. د ښځینه زده کوونکو په شمولیت کې پرمختګ په ځانګړې توګه د پام وړ دی. په لومړنیو ښوونځیو کې د نجونو شمېر په ۲۰۰۱ کال کې له نږدې صفر څخه په ۲۰۱۸ کال کې ۲.۵ میلیونه ته پورته شو. په ۲۰۲۱ کال کې، په لومړنیو زده کړو کې له هرو ۱۰ زده کوونکو څخه ۴ یې نجونې دي. په لوړو زده کړو کې د نجونو شمېر په ۲۰۰۱ کال کې له ۵۰۰۰ څخه په ۲۰۱۸ کال کې ۹۰۰۰۰ ته پورته شوی دی. 
په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د لاسته راغلو پرمختګونو د مستندولو ترڅنګ، یاد راپور هغه سملاسي او بېړني اقدامات په ګوته کوي چې نړیواله ټولنه یې باید د دې پرمختګ د خوندي کولو په موخه ترسره کړي. 
د یونېسکو راپور چې "د زده کړې حقونه: په افغانستان کې څه په خطر کې دي؟" تر سرلیک لاندې خپور شوی، ټول هغه پرمختګونه روښانوي چې د نظام په ټولو کچو کې ترسره شوي او د اساسي او قانوني ژمنتیاوو هغه پراخه اندازه را ښیي چې د یاد هیواد د زده کړې د حقونو د پرمختګ په برخه کې ترلاسه شوې وه. له ۲۰۰۱ کال راهیسې، افغانستان د ښوونې او روزنې او د ښځو د حقونو اړوند یو لړ نړیوال اصولي سندونه تصویب کړي او د ټولو هېوادوالو لپاره د زده کړو حق ته یې په اساسي قانون کې ځای ورکړی دی، چې د ټولو هلکانو او نجونو لپاره تر نهم ټولګي پورې اجباري زده کړې تضمینوي. 
په هر حال، د افغانستان پراختیايي او د ښوونې او روزنې ننګونې ډېرې سترې دي: یاد هیواد لا هم د نړۍ د تر ټولو بېوزلو هیوادونو څخه دی او د بشري پراختیا شاخص تر ټولو ټیټه درجه کې دی. د لومړني ښوونځي عمر لرونکو ماشومانو له نیمايي څخه زیات په ښوونځي کې شامل نه دي، په داسې حال کې چې د لومړني ښوونځي د وروستۍ برخې زده کوونکو ۹۳٪ سلنه یې ښه لوست نه شي کولی. د کوویډ-۱۹ وبا او شخړې د ښوونې او روزنې پر پراختیا باندې اضافي محدودیتونه وضع کړي دي چې میلیونونه زده کوونکي د ښوونځیو او نورو ښوونیزو ادارو د بندیدلو له امله اغېزمن شوي دي. اټکل کېږي چې د کورنیو بې‌ځایه شوو وګړو په شمېر کې زیاتوالی راشي، چې د ماشومانو لپاره د زده کړو د له لاسه ورکولو خطر به لا ډېر او یوه نسلي فاجعه به رامنځ ته کړي چې په راتلونکو کلونو کې به د هیواد پر پایښت لرونکې پراختیا باندې منفي اغېز ولري. 
یاد راپور خبرداری ورکوي چې د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د ښوونکو د تنخواګانو پر ورکړې باندې سخت قیودات او د نړیوالو مرستو بندېدل به په ګډه سره په دې هیواد کې د ښوونې او روزنې پر دوام باندې سملاسي او جدي اغېز ولري. یاد هیواد پر نړیواله مرسته باندې درنه تکیه لري، چې د ښوونې او روزنې نیمايي لګښتونه له همدې مرستو څخه ترسره کېږي. 
که پر مختلطو یا ګډو زده کړو او ښځینه وو ته د نارینه وو پر تدریس باندې بندیز ولګېږي، دا چاره به په لوړو زده کړو کې د ښځو پر ګډون او په پراخه کچه د نجونو پر زده کړو باندې سخت اغېز وکړي، چې د دوی ژوند، کار او ښاروندي به په منفي توګه اغېزمنه کړي. 
د یونېسکو راپور د ټولو اړوندو لوریو لپاره سملاسي او بېړني اقدامات په لاندې توګه په ګوته کوي: 
ټول زده کوونکي بېرته زده کړو ته راولئ: ټول اړوند لوري باید د زده کړو د ټولو فرصتونو د پرانیستي او لاسرسي وړ ساتلو لپاره اقدام وکړي څو ټول زده کوونکي ورته عادلانه لاسرسی ولري؛
د افغانستان له خوا تصویب شوې د خوندي ښوونځیو اعلامیې سره سم، د زده کړې لپاره خوندي او امن چاپېریال تامین کړئ؛
ښوونکي وهڅوئ، ملاتړ یې وکړئ، پر خپل وخت تنخوا ورکړئ او د ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړونې فرصتونه برابر کړئ؛
د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښځو پر وړاندې خنډونه لرې کړئ، چې په دې کې د ښوونې او روزنې په ټولو کچو، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې، د ښځینه ښوونکو پایښت لرونکې عرضه هم شامله ده؛
د کورنیو بېځایه شوو زده کوونکو لپاره د ښوونې او روزنې خدمتونه وړاندې کړئ؛
اړینې پوهې او مهارتونو باندې د تمرکز په پار نصاب پیاوړی کړئ؛
د بشپړ راپور لپاره دلته کلیک وکړئ